
د افغانستان د رونټيا څار بنسټ وايي، چې افغانان هر کال په بېلابېلو ادارو، بنسټونو او نورو برخو کې ۳ میلیارډه ډالرو بډې ورکوي.
دوی وايي، چې سروې يې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کړې ده او وروسته بیا دغې نتیجې ته رسېدلې دي.
دوی وايي، چې په هېواد کې ناامنیو، وزګارتیا ننګونو وروسته فساد په درېیمه کچه کې دی.
دغه بنسټ تازه دهېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۸۰۰ وګړو سره مخامخ مرکو پربنسټ د دغه تازه سروې نتیجې په اړه وايي، چې د هېواد په درېیو دولتي ادارو لکه عدلي او قضايي بنسټونه، د ټاکنو خپلواک بنسټ او اجرایوي قوانینو کې فساد په لوړه کچه موجود دی.
د پنجشنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرايوي رېیس سید اکرام افضلي وویل، چې هرکال افغانان درې میلیاره ډالره په دولتي ادارو کې بډې ورکوي.
افضلي زیاته کړه، دوی په افغانستان کې په هرو دوو کلنو کې سروې چمتوکوي، چې سږکال سروې کې په ډاګه شوي، چې د هېواد په درېیو ادارو کې فساد لوړ او په درېیو نورو کې بیا کم یاهم نه شته.
د سروې له مخې عدلي او قضايي بنسټونه، د ټاکنوخپلواک بنسټ او اجرایوي قوانینو کې فساد په لوړه کچه، خو په امنیتي بنسټونو، رسنۍ او موسسو کې بیا فساد کم لیدل شوی دی.
د روڼيتا څار بنسټ د دغې سروې ۷۸۰۰ ګډنوالو څخه ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه میرمنې دي .
په دې تازه سروې کې راغلي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پوښتل شوي وګړي په دې اند دي، چې په وروستیو دوو کلنو کې د فساد کچه لوړه شوې ده.
افضلي زیاته کړه، چې د دغې سروې له مخې فساد او په ځانګړي ډول د بډې ورکولو کچه بیخي لوړه شوې ده.
د دغه سروې ۷۰ سلنه ګډونوالو عدلي او قضايي بنسټونه په فساد ککړ بولي او وايي، چې په ۵۵ برخو کې له دوی څخه د بډې غوښتنه شوې.

ددې سروې له مخې ۴۵ سلنه ګډونوال بیا له فساد سره د حکومت پر مبارزه هېڅ باور نه لري.
د روڼتیا څار بنسټ زیاتوي، چې فساد د ناامنیو لامل دی او د حکومت مشروعیت يې تر پوښتنې لاندې روستی دی.
دغه راز، په دې سروې کې د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه هم له خلکو پوښتل شوي دي، چې ۲۲ سلنه يي خوښ او ۵۱ سلنه ناخوښ دي.
په همدې اړه سروې کې د خلکو ستونزې په درېیو پړوانو کې ځای شوي چې ۷۹ سلنه ناامنۍ، ۶۶ وزګارتیا او ۴۷ سلنه فساد په کې په ګوته شوي دي.
په ورته وخت کې غونډې ته د بریتانیا سفیر دامنیک جرمي خبر داری ورکړ، چې د فساد پروړاندې د نړیوالې ټولنې زغم پای ته رسیدلی او نه غواړي، چې له دې وروسته د دوی مرستې بېځایه ولګول شي.
جرمي ټینګار وکړ، چې د فساد پروړاندې باید ټول افغانان خپل غږ پورته کړي.
کابل کې د بریتانیا سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سروې له پوښتل شوو څخه په ډاګه شوې ، ۴۹ سلنه خلک په دې باور دي، چې نړیواله ټولنه هم له فساد سره د مبارزې له پاره لیوالتیانه لري، خو ۴۶ سلنه خلک بیا په دې اند دي چې نړیواله ټولنه له فساد سره د مبارزې په برخه کې له چارواکو ملاتړ نه کوي.
په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د ولسي جرګې غړې حمیرا ایوبي وویل، چې په دولت کې فساد له لوړو ادارو راپيل شوی او ادعا یې وکړله، چې فساد د دولت په دری واړو قواو کې شته دی.
ایوبي وملنه، چې ملي شورا هم له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده.
بل خوا تیره ورځ هم د آسیا فنډیشن بنسټ په افغانستان کې د حکومتوالی، ښځو، کډوالۍ او امنیت برخو کې نوې سروې خپره کړه، چې له مخې يې په ۲۰۱۶ زیږ دیز کال کې پر خپله راتلونکي د خلکو هیلې ټيټې کچې ته رسېدلې دي.





