
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یوه نجلۍ له خپل میین سره یوځای ووژله.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار ته په دې اړه وویل، چې وسله والو طالبانو ۲۵ کلنه مینګ جمال او ۲۰ کلن عزیزالله تېره شپه ناوخته نجلۍ په کور کې په مرمیو ویشتلې ده.
معصومي وايي، چې عزیزالله د عذاري کلي اوسېدونکی دی او تېره شپه ۲:۳۰ بجې د ینګي قلعه په کلي کې د خپلې ملګرې کورته ورغلی و، چې د طالبانو له خوا نیول شوی و او وروسته یې بیا وواژه.
د خواجه سبزپوش ولسوال زیاته کړه، چې د وژل شویو کسانو په قضیه کې یو پولیس هم لاس لري.
دی وايي، چې دغه پولیس؛ هلک او نجلۍ په وژلو کې له طالبانو سره مرسته کړې او بیا له دوی سره یوځای شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په فاریاب ولایت کې د بشرحقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه غندي او وايي، چې په دغه ولایت کې ناموسي وژنې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي دي.
د دغه کمېسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وايي، چې د روان لمزیر کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له دوی سره د ښځو د تاوتریخوال ۱۶۰ پېښې ثبت شوي دي او دې شمېرې ۲۰ یې ناموسي وژنې دي.
فاریاب ولایت کې په دې وروستیو کې د ښځو د تاوتریخوالي په اړه ټکاون ورکوونکې پېښې شوي دي.
د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یو کس خپله ۱۷ کلنه لور او خپل دوه زامن چې ۲۳ کلن وو، د نامشروع اړیکو لرولو په تور یې ووژل.
همدا ډول دوه میاشتې مخکې د (جدي ۲۸) د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ په شرشر کلي کې د محمد خان په نوم یو کس د خپلې مېرمنې ریزه ګل پوزه یې په چاړه غوڅه کړې وه.





