
د جوزجان د خماب او فیضاباد ولسوالیو چارواکیو سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو پهدې وروستیو کې له حجاب پرته د ښځو پر ګرځېدو او هغو ښځو بندیز لګولی چې له خپلو خاوندانو شکایت کوي.
د دغه ولایت د خماب ولسوال انجینر احمد وايي، طالبان د یادې ولسوالي تر نیولو وروسته هره ورځ پر خلکو نوي بندیزونه لګوي.
د نوموړي په وینا، طالبانو له نارینه او حجاب پرته ښځې تګراتګ ته نه پرېږدي او هغو ښځو ته سزا ورکوي چې په کور کې له خاوند سره جنجال کوي یا یې هم په اړه شکایت وکړي.
په همدې حال کې د جوزجان د فیضاباد ولسوال سیدالفشاه عطايي وايي، طالبان پهدې ولسوالي کې ښځو ته د غونډو، راټولېدو او حق غوښتنې اجازه نه ورکوي او دغه راز د هغو ټیلیفونو ګرځول یې هم بند کړي چې کمرې لري.
د جوزجان اوسېدونکي بسمله او سلمان هم په دغه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو ډېرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې طالبانو په خماب او فیضاباد ولسوالیو کې پر ښځو نوي بندیزونه لګولي دي.

دوی له دولته غواړي چې پر هغوی د پوځي عملیاتو له لارې پر ښځو د طالبانو د زور ـ زیاتي مخه ونیسي.
بلهخوا د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي هم مني چې طالبانو په یادو ولسوالیو کې پر خلکو تازه بندیزونه لګولي او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو دا کار له ښځو سره دوښمني او د هغوی د زدهکړو او فعالیتونو مخنیوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، دوی له عامو وګړیو سره کار نهلري او ښځې په خپله حجاب اغوندي.





