
د دايکندي سيمهييز مسوولان او د ولايتي شور غړي وايي، طالبانو د کجران ولسوالۍ په «کندوی پایین» سيمه کې ۶ هغه سپي په ډزو وژلي چې په ياده سيمه کې امنيت لپاره ساتل شوي وو.
د کجران ولسوال یعقوب شفق د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي، طالبانو د سپيانو له وژلو وروسته شپې پاڼې هم خپرې کړي او د يادې سيمې اوسېدونکي يې ګواښلي چې له امنيتي ځواکونو سره مرسته ونه کړي او همداراز يې دشپې له لوري پرې ګرځبنديز لګولی دی.
د شفق په وينا، د طالبانو له لوري دشپې پاڼو له خپرولو سره په دې ولسوالۍ کې مرستندويه بنسټونو خپل فعاليتونه کم کړي دي.
د کجران سيمهييز مسوولان زياتوي، طالبان د هوا له ګرمېدو سره د يادې ولسوالۍ او روزګان ولايت ترمنځ سيمه کې ټول شوي او په کجران ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد پلانونه لري.





