
د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو او پناهغوښتونکي له هېواده بهر ژوند کوي.
د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، ډېری افغان کډوال او پناهغوښتونکي په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانان په ایران او ۲ میلیونه او ۴۰۰ زره په پاکستان کې ژوند کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند رضا باهر وايي، له ایران او پاکستان وروسته ډېری افغان کډوال په جرمني او سویډن کې مېشت دي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په امریکا او اسټرالیا او شاوخوا ۵۰۰ زره نور په عربي هېوادونو کې اوسېږي.
باهر زیاتوي، ناامني، بېوزلي او وزګارتیا هغه مسایل دي چې افغانان یې له خپل هېواده کډه کولو ته اړ کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې د جګړې دوام د بشري حقونو د نقض، بېځایه کېدو، کډوالۍ او د پناهغوښتو اصلي لاملونه بولي.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې د جګړې ښکېلې خواوې باید اوربند وکړي او د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره بینالافغاني خبرې پیل کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې سږ کال له افغان کډوالو، پناهغوښتونکو او نورو زیان لیدونکو ډلو نه د ساتنې لپاره ۱۸ میلیارډه افغانۍ بشردوستانه مرستې کوي.
دغه سفارت ویلي چې څه باندې ۴ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو هیله لري.
په کابل کې د امریکا سفارت له ټولو افغان سیاسي ډلو غوښتي چې په ښه نیت سره بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.





