کندهار ښار کې بې‌ځایه شوې کورنۍ ګڼو ستونزو سره مخ دي

د کندهار یو شمېر ولسوالیو، زابل، روزګان، هلمند، فراه، نیمروز او ځېنو نورو ولایتونو کې د جګړو او نا امنیو له امله، سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ کندهار ښار ته کډه شوي چې د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

یو شمېر دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، د ژمي په را رسېدو سره د کار کولو زمینه ورته تنګه شوې او ستونزې یې نورې هم زیاتې شوې‌دي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي، د خوړو او سرپناه برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ همدارنګه وايي، دولت دې ورته خپلو سیمو کې امنیت ټینګ کړي یا دې هم ورته د ژوند امکانات برابر کړي.

هاخوا د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالی دستګیري د یادو بې‌ځایه شویو کډوالو ستونزې مني؛ خو زیاتوي چې د دې کورنیو غوښتنو ته به لاس‌رسی وکړي.

د ده په وینا، ولایتي اداره بې‌ځایه شویو کډوالو ته ځانګړې پام کوي او په‌دې اړه د کډوالو چارو ریاست، له طبیعي سره د مبارزې ریاست او نورې نړۍوالي موسېسې په ټولو ناحیو او ولسوالیو کي د اړمن کسانو تر دقیقې پلټني وروسته هرې کورنۍ ته د خوراکي توکیو ترڅنګ ژمنۍ تودې جامې او ان د کور بېلابېلا سامانونه ورکوي.

د ښاغلي دستګیري په خبره، تېره میاشت يې هم د همکارو موسېسو له‌خوا تر ۵ سوو زیاتو بې‌ځایه شویو او بې‌وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشلي دي.

سره له‌دې چې د کندهار مرستیال والي وايي، د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو اړتیاوو ته به لاس‌رسی وشي؛ خو د یو شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو په خبره، څو ځلې یې د کندهار ځايي ادارې ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي؛ خو پایله یې نه‌ده ورکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام