هرات کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچې ډېروالی

که څه هم په هېواد کې پر کورونا د اخته کېدونکو کسانو او قربانیانو شمېر په کمېدو دی، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هرات کې د دغه ویروس د خپرېدو کچه لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني دا څرګندونې پرون په یوه ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

عثماني ویلي، په وروستیو ورځو کې پر کورونا د اخته کېدونکو هراتیانو شمېر ته په کتو داسې ښکاري چې په هرات کې د دغه ویروس خپرېدو مخ پورته لوری غوره کړی دی.

نوموړي د اختر په ورځو کې د سي‌سي‌اېچ‌اېف یا د کانګو ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې خلک باید د حیواناتو د حلالولو پر مهال روغتیايي مسایل په پام کې ونیسي.

د ورغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ویروس ۴۱۶ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۰۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

تر اوسه په هېواد کې ټول‌ټال ۳۶ زره ۳۶۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

 روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي چې په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره ۳۵۸ ته رسېږي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې یو کس چې پر کورونا ویروس اخته و، خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې سره په هېواد کې د کورونا له کبله د ټولو قربانیانو شمېر ۱۲۷۰ کسانو ته رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام