جلال‌اباد؛ د پاکستان ویزه د کمیشن‌کارانو له‌خوا په ۸ زرو کلدارو اخیستل کيږي

ځينې اوسیدونکي، چې غواړي د ننګرهار ولایت جلال‌ابادښار کې د پاکستان له قونسلګرۍ ویزه واخلي، نو د پېسو نه ورکولو له امله باید په اونیو انتظار وباسي، خو برعکس کمیشن‌کارانو او پولیسو جیبونه، چې ورډک کړي، نو د ویزې پروسه يې سمدستي او یا هم په ساعتونو وخت نیسي.

دغه کسان وايي، د پاکستان قونسلګرۍ ته هره ورځ چرګ بانګ مهال د ویزې له پاره ورځي؛ خو د قونسلګرۍ پولیس یوازې هغو خلکو ته د ننوتلو اجازه ورکوي، چې پیسې یې ورکړي وي.

په دې اړه یو تن ویزه اخستونکي وویل، چې هر پولیس والا او کمیشن‌کار له شپږو تر اتوو زرو پاکستاني کلدارې اخلي.

دوی وايي، چې پولیس حتا فزیکي ګوزارونه هم پرې کوي.

ویزه اخیستونکي شکایت کوي، چې په بېلابېلو پلمو او د مسوولینو نه‌شتون بهانو يې د ویزې ورکړه ځنډوي.

په دې اړه مو و غوښتل جلال اباد کې د پاکستان  قونسلګرۍ نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره، سره هم و نه توانېدلو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته ومنله، چې د پاکستان له قونسلګرۍ د ویزې په اخستلو کې ستونزې شته؛ خو وايي، څو ځله ننګرهار والي خپله د دغه حالت لیدو ته تللی او یو شمېر کمېشن‌کاران یې نیولي هم دي.

جلال اباد کې د پاکستان له قونسلګرۍ د ویزې اخستلو په برخه کې دا ستونزه نوې نه ده. خلک ډېرې پخوا راهیسې په اړه شکایتونه کوي؛ خو دا لا نه ده مالومه چې دا ستونزه به کله حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام