د کرنې برېښنايي مالوماتو مجتمع پرانستل شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکیو د کرنې برېښنايي مالوماتو د مجتمع په پرانست‌غونډې کې وویل، بزګران له دې لارې کولی شي د کرنې اړوند ستونزې په وړیا توګه او لنډ وخت کې حل کړي.

د کرنې وزیر نصیراحمد درانی وايي، بزګران تر دې وروسته کولی شي چې ۱۵۰ شمېرې ته زنګ ووهي، خپلې ستونزې د کرنې له متخصصانو سره شریکې او د هغوی مشورې واخلي.

د دراني په وینا، هر بزګر له یاد مرکز سره یو ساعت وړیا خبرې کولې شي.

دراني د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ له چارواکیو وغوښتل چې په‌دې برخه کې ورسره تخنیکي همکاري وکړي.

په همدې حال کې د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي د یادې مجتمع جوړول د کرنې د دودولو او ودې برخه کې ګټور یاد کړ او د کرنې وزارت سره یې د هر راز تخنیکي همکاري ژمنه وکړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکیو په وینا، د کرنې برېښنايي مالوماتو د مجتمع کارکوونکي به په هره ژبه د مالوماتو ورکولو وړتیا ولري او بزګران کولی شي په اسانۍ ورسره خپلې ستونزې شریکې او د حل له‌پاره یې د هغوی لارښوونې او مشورې واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام