د ښځو ملي اجماع؛ د جګړې دواړه لوري دې اوربند وکړي

نن په کابل کې د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع (جنګ بس دی) په نامه د هېواد د ټولو ولایتونو د استازیو په ګډون غونډه جوړه کړه او د جګړې په دواړو لورو د ژر اوربند د اعلان غږ وکړ.

دوی وویل چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مېرمنو په مشرۍ د سولې کمېټې جوړې شوې‌دي چې ټولې مېرمنې د سولې په اړه همغږې وي او حقونه ضایع نه‌شي.

د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع په غونډه کې د ښځو له لوري پرېکړه‌لیک هم ولوستل شو.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې له ټولو مېرمنو غوښتنه شوې چی سوله‌ییزو کړنو ته وده ورکړي. دغه راز له حکومته په‌کې د مجازاتو د معافیت فرهنګ د له منځه وړلو او د سیمه‌يیزو غیرمسوولو وسله‌والو او زورواکیو د ناوړه استفادې د مخنیوي غوښتنې شوې‌دي.

دغه راز غونډې ته لومړۍ مېرمنې رولا غني وویل چې ښځې جګړه نه، بلکې سوله غواړي او د جګړې اصلي قربانیانې مېرمنې دي.

بل لوري ته ولسمشر محمداشرف غني د سولې په تړاو د ښځو ملي اجماع غونډې ته وویل، هڅه کوي چې قانون په ټولو یو شان پلی شي او د زورواکۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ده وویل چې افغان‌میرمنې تاریخ جوړوونکې دي او د سولې په برخه کې یې د دوی مېړانه وستایله.

ده په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې د سولې حدود افغانان ټاکلی شي او هغه سوله نه مني چې په‌دوی په تحمیلي ډول منل کېږي.

د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع په غونډې کې د جګړې په دواړو لورو د اوربند غږ په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ یو شمېر پخوانیو طالب‌چارواکیو او ځېنو سیاستوالو په یوې غونډې کې له دواړو خواوو غوښتي وو چې نور جګړه بس او اوربند دې اعلان کړي.

له‌دې مخکې پرون ناوخته په قطر کې د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سولې په اړه دوه ورځنۍ خبرې وکړې. دا خبرې له دوه ورځني ځنډ وروسته د شنبې په ورځ یو ځل بیا پیلېږي.

ورته مطالب:

دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو

ولسمشر به ډېر ژر د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه فرمان صادر کړي

خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام