د تخار اعتراض‌کوونکي: د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر دې بند شي

د تخار سلګونه اوسېدونکي نن سهار په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره، د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر په غبرګون کې سړکونو ته راووتل.

اعتراض‌کوونکیو د «موږ افغانان نه یو»، «زموږ قومي هویت باید په برېښنايي تذکرو کې ولیکل شي» شعارونو په ورکولو سره د دې بهیر درولو غوښتنه وکړه.

د دې اعتراض‌کوونکیو له ډلې د تخار پخوانی والي اکرم کارګر او مدني فعال فرزاد مجیدپور وايي، برېښنايي تذکرې د یوې فاشیستي ډلې له لوري وېشل کیږي، چې باید دې برخه کې عمومي رایه په پام کې ونیول شي.

اعتراض‌کوونکیو یو ۴ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې د ولسي جرګې د ۱۳۹۳ کال د مصوبې پر اساس د برېښنايي تذکرو وېشلو غوښتنه وکړه.

د تخار ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، د دې بهیر دوام هېواد د جګړې خوا ته بیایي او په وینا یې، نن یې یو مدني حرکت کړی؛ خو بله ورځ چمتو دي چې د جګړې ډګر ته هم لاړ شي.

دوی د مجاهدینو د حکومت ملي سرود خپور کړ او خراسان ته یې د افغانستان نوم اړولو غوښتنه وکړه.

له‌دې مخکې بلخ، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې هم په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د لیکلو په مخالفت لاریون شوی او ټاکل شوې راتلونکیو ورځو کې څوو نورو لویو ښارونو کې هم د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر په غبرګون کې لاریون وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام