لویدیځ کابل کې د علي‌پور د نیول کېدو په تړاو اعتراضیه لاریون

د کابل د لويديځې څنډې سلګونه تنه اوسېدونکي د «علي‌پور یوازې نه‌دی» او «علي‌پور خوشې کړئ!» شعارونو په ورکولو سره سړکونو ته راوتلي دي.

د کابل د ۱۳مې ناحيې اوسېدونکي د علي‌پور د نیول کېدو د خبر په خپرېدلو سره سړکونو ته راووتل او له امنیتي ځواکونو نه یې د هغه د خوشې‌کېدو غوښتنه کوله.

معترض عباس دلاور سلام وطندار ته وویل، ځکه د علي‌پور د خوشې‌کېدلو غوښتنه کوي چې تل یې خلک له وسله‌والو بریدونو ژغورلي. د ښاغلي دلاور په خبره پولیسو په معترضینو ډزې کړي او څلور تنه معترضان یې ټپیان کړي‌دي.

یوه بله معترضه لیلا محمدي وایي، د علي‌پور نیونه په‌دې شرایطو کې د حکومت په وړاندې حساسیتونه زېږوي او حکومت باید دا سیمهییز قوماندان ژر تر ژره خوشې کړي.

د کابل ترڅنګ، د بامیان ولایت اوسېدونکیو هم د قوماندان علي‌پور د نیولو په غبرګون کې اعتراض کړی او د خوشې کولو غوښتنه یې کړې‌ده.

امنیتي ځواکونه د میزان میاشتې په نیمایي کې غور ولایت ته د علي‌پور د نیولو په موخه تللي وو؛ خو بریالي نه‌شول. ویل کېږي په هغو عملیاتو کې ۷ ملکیان وژل شوي‌وو.

علي‌پور له درېیوو کلونو راپه‌دې‌خوا د میدان وردګ جلریز سیمه کې فعالیت کوي او ادعا کوي چې د مرکزي ولایتونو د لارې امنیت ساتنه کوي.

د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه د مقاومت جبهې په نامه پېژندل کیږي او هغه مهال چې کوچیانو د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ پر اوسېدونکیو برید وکړل؛ دا جبهه جوړه شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام