
د افغانښځو د سیمهییزې شبکې تازه څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د افغانستان داخلي کډوالو شمېر له ۱.۲ میلیونو نه اوښتی دی. د دې څېړنې پر اساس، د ناامنیو او بېوزلۍ ترڅنګ اقلیمي بدلونونه د کډوالۍ عمده لاملونه دي او ښځې او ماشومان پهدې برخه کې د اقلیمي کډوالۍ ډېر زیانمن شوی قشری دی.
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس د افغانښځو د سیمهییزې شبکې تازه څېړنې د ارایې په پار جوړې شوې غونډې کې په روان کلا کې د نورو طبیعي عواملو ترڅنګ وچکالي د اقلیمي کډوالۍ عمده لامل وګڼلو.

د افغانښځو د سیمهییزې شبکې غړې حمیرا ثاقب وايي، ښځې په کور دننه کډوالۍ کې د روغتیايي، رواني، جنسیتي تاوتریخوالي او شخصي امنیت له ستونزو سره مخې دي. د اغلې ثاقب په وینا، ډېرې ښځې حتا له بنسټیزو اړتیاوو، یانې غذايي مرستو نه محرومې دي.
د افغانښځو د سیمهییزې شبکې د څېړنې پر اساس، په اوسني وخت کې اساسي ستونزې د اقلیمي کډوالو په برخه کې تلپاتې حللارې نهدي وړاندې شوي.





