.jpg)
د فاریاب ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیګ سلام وطندار ته وايي، د فاریاب له ۱۴ ولسوالیو نه په ۸ هغو کې تر اوسه د ټاکنو لهپاره نوملیکنې یو مرکز هم نهدی فعال شوی.
دی زیاتوي، حکومت د ټاکنو په اړه بېعلاقې دی او په لوی لاس یې پهدې ولسوالیو کې د ټاکنو لهپاره د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې مرکزونه نهدي فعال کړي.
خو په ورته وخت کې د فاریاب ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس امانالله امان وايي، د دې ولایت یوازې درېيوو ولسوالیو، دولتاباد، خواجهسبزپوش او کوهستان کې د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې مرکزونه نهدي فعال شوي. دی پهدې ولسوالیو کې د ټاکنیزو مرکزونو د نه فعالېدلو علت نا امني ګڼي او زیاتوي، امنیتي ځواکونو تر اوسه د دې ولسوالیو امنیت نهدی تامین کړی.

په ورته وخت کې د دولتاباد ولسوال هم تاییدوي چې تر اوسه پهدې ولسوالۍ کې هېڅ مرکز نهدی فعال شوی.
هغه زیاتوي، پهدې ولسوالۍ کې جنګ روان دی او طالبان د ولسوالۍ ساختمان ته په ۲۰۰ مترۍ کې پراته دي او په همدې دلیل پهدې ولسوالۍ کې د ټاکنو لهپاره نوملیکنې مرکزونه نهدي فعال شوي.
خو د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د ټاکنو لهپاره نوملیکنې مرکزونه فعال دي او هېڅ امنیتي ستونزه نهشته.





