
د غور ولایتي شورا او یو شمېر اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې په دې ولایت کې د ښځینه ډاکترانو او قابلو له کمښته شکایت کوي، وایي چې په ټول ولایت کې د ښځینه ناروغیو د درملنې له پاره یوه متخصصه ډاکټره موجوده ده.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړې انیسې غیور د متخصصو مېرمنو ډاکترانو د نهشتوالي لامل زده کړو ته د ښځو نه لاسرسی بولي او زیاتوي، هغو مېرمنو چې د قابلهګۍ او نورو ښځینه ناروغیو برخو کې زدهکړې کړي دي؛ د دې ولایت مېرمنو لهپاره بسنه نه کوي. د دې په خبره، په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۰ مېرمنې زېږون کوي؛ خو د خدمت لهپاره یې یوازې یوه مسلکي مېرمنه کفایت نه کوي.
د مېرمن غیور پر وینا، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په غور ولایت کې د میندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه راټیټه شوې؛ خو اوس هم د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله په لرو پرتو او ناامنه ولسوالیو کې میندې او نوي زېږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په همدې حال کې د غور یو شمېر اوسېدونکي هم له دې حالته شکایت کوي.
شهلا خطیبي د دې ولایت د مرکز اوسېدونکې وايي، که چېرې دولت د دغه ولایت د ډاکترانو او د روغتیايي اسانتیاوو د ستونزو هوارولو لهپاره اساسي اقدامات ونهکړي؛ دوی به له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

دا له دولته غواړي، چې په دې ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د شمېر د زیاتوالي ترڅنګ دې روغتیايي مرکزونه پراخ شي.
د غور د عامې روغتیا رییس ډاکتر غلام نبي هم د غور په مرکزي روغتون کې د ښځینه ډاکترانو او ښځینه متخصصینو کموالی مني او زیاتوي، دا ستونزه د دې سبب شوې، چې ښځینهوو ته د امیندوارۍ پر مهال په خپل وخت روغتیايي اسنتیاوې ونه رسېږي.
د غور د عامې روغتیا د رییس پر وینا، د امنیت نهشتوالی او لږ حقوق د دې سبب شوي دي، چې ښځینه ډاکترانې ولسوالیو او د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته لاړې نهشي.
د ده په خبره، په ټول روغتون کې درې ډاکټرانې لري، چې دوه یې متخصصې نه دي.
د غور د عامې روغتیا مسوولان تاییدوي، چې اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۷۰ کلینیکونه فعال دي؛ خو په ټولو کلینیکونو کې د ډاکترانو مرستیالان د ناروغانو درملنه کوي او هغوی ته روغتیایي اسانتیاوې برابروي.





