
تېره شپه د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې یوه مېرمن د هغې د خاوند ورور(لېور) په ډزو ویشتلې او وروسته یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.
دغه پېښه د شیرزادو ولسوالۍ په "توتو" سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، د یادې پېښې په تړاو د وژل شوې مېرمنې خسر(غلام شېر) نیول شوی، چې اوس ترې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دغې پېښې اصلي لامل نه دی معلوم.
کوښښ مو وکړ، چې په دې اړه د ننګرهار د ښځو چارو ریاست نظر هم واخلو، خو له بار، بار اړیکې نیولو وروسته هم پرې ونه توانېدو.
د ویلو ده، چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې هم یوه سړي خپله مېرمن د چړې په ګوزار وژلې وه.





