
په بلخ کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون امر غوثالدین انوري سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې پر کورونا یو ۶۹ کلن کس نن سهار مړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ناروغ د شکر ناروغي هم لرله او له ۶ ورځو بسترېدو وروسته د دغه ولایت د کورونا ویروس د تشخیص په مرکز کې مړ شوی دی.
انوري وايي چې د یاد کسان زوی هم پر کورونا اخته دی او اوس تر مراقبت لاندې دی.
د دغه کس په مړه کېدو سره په بلخ کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶ کسانو ته ورسېده.
اوس په هېواد کې ټولټال ۹۳۳ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. د عامې روغتیا د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۱۲ کسان له یادې ناروغۍ رغېدلي او ۳۰ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت د رغېدلیو کسانو سلنه ۱۲ سلنه او د مړو شویو هغو هم ۳،۲ سلنه بولي.





