
د امیر حبیب الله خان کلکاني جسد خاورو ته د سپارلو کمېسیون غړو نن (دوشنبه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دوی به د وږي میاشتې په ۱۱مه نېټه د امیر جسد د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپاري.
د دې کمېسیون د غړو په خبره، دوی ولسمشر ته وړانديز کړی و، چې د کلکاني جسد خاورو ته د سپارلو له پاره د ځانګړو مراسمو نیولو فرمان ورکړي، خو د ټاکل شوي ضرب الاجل سره بیا هم ولسمشر غني دغه فرمان صادر نه کړ.
د دغه کمېسيون غړی پادشاه بینا د پریکړه لیک په لوستلو سره چې ۶ مادې یې لرلې حکومت ته خبرداری ورکړ، که د حبیب الله خان جسد خاورو سپارلو مراسم په ځانګړي ډول ونه نمانځي، هغوي به په ټول هېواد کې خلک راټول کړي، او په میلیوني لاریونونه به وکړي.

بینا وایي، تر ټاکل شوې مودې پورې حکومت ته د مذاکرې لار پرانیستې ده او د حکومت مشران کولی شي، په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
وموغوښتل، چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایوي ریاست نظر هم واخلو، خو د پرلپسې اړیکو سره ځواب را نه کړل شو.
امیر حبیب الله کلکاني په ۱۳۰۷ لمریز کال د جدي په ۲۴ نېټه له شاه امان الله څخه واک ونیولو او له یو کال نه په کم وخت کې د جنوب قومونو په ملاتړ نادرشاه نوموړی له واکه وغورځولو او شمال ته لاړ.
په دې وخت کې نادرشاه د قران کریم په حاشیه کې مهر ولګولو، چې حبیب الله کلکاني او د ده ملګرو ته به کوم زیان نه رسوي او کابل ته یې راوغوښت، چې شاه په خپل قول وفا ونه کړه او یې وژلو.





