
۱۸ کلنه زینب یو کال کېږي، چې واده شوې ده.
نوموړې د پلار په خوښه له یو ۴۵ سړي سره واده کړی.
زینب د سوځېدنې او سختو ټپونو له امله لس ورځې کېږي، چې په استقلال روغتون کې بستره ده.
دغه مېرمن وايي، چې مېړه یې په نشه یي توکو روږدی دی او پلار یې هغه ته د دې له خوښې پرته په نکاح ورکړې ده.
زینب پلازمېنې ته د نږدې یو ولایت په یوې ولسوالۍ کې ژوند کوي.
دا وايي، چې تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړي او وروسته د پلار له خوا له ښوونځي وویستل شوه او بیا یې د خیاطۍ کسب ته مخه کړه.
مېرمن زینب وايي، کله یې چې ګډ ژوند پیل کړ، شپې او ورځې پرې د کال په څېر تېرېدلې او تل به یې وهل ټکول په برخه وو.
زینب کیسه کوي، چې له ظلمه په تنګ شوې وه او خاوند به یې شراب ورته راوړل، چې ویې څښي، خو کله يې چې له دې کاره ډډه کوله، وهله او ټکوله یې تر دې چې زینب کور پرېښود.
زینب وايي، څو ځلې یې د خاوند کور پرېښود او د پلار کور ته ولاړه او له خپلې کورنۍ سره به یې دغه ستونزې او ظلمونه شریک کړل.
هغه زیاتوي، چې پلار او نیا به یې بېرته په زور ور وستله.
زینب وايي، چې د خاوند کور ته له ورتګ وروسته یې مېړه سخته ووهله او تېل یې پرې وشیندل، ور ته یې وویل، ځان ته ور واچوه! د دې په خبره دا چې له ژوند نه په تنګ شوې وه، دا کار یې وکړ.
په اور سوې زینب له خپلې مور سره په استقلال روغتون کې بستره ده او معالج ډاکټران یې روغتیايي حالت ناسم بولي.
د استقلال روغتون د سوځېدنې او پوستکي د درمنلې برخې متخصص ډاکټر احمد شاه وزیر له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې زینب ۸۶ سلنه سوځېدلې ده.
دغه ډاکټر زیاتوي، چې د سوځېدنې شدت یې دویمه او درېیمه درجه دی.
ډاکټر احمد شاه زیاتوي، چې که هر مریض له ۵۰ سلنې زیات سوځېدلی وي، د ښه کېدو احتمال یې کم وي.
د استقلال روغتون د سوځېدنې برخې رییس وايي، چې د روان کال له پیله ۴ مېرمنې ورته راوړل شوي دي، ځانونه یې په خپله سوځولي دي.
د دې روغتون د شمېرو له مخې په تېر کال کې یو زرو ۱۴۵ د سوځېدلو پېښې ورته راوړل شوي دي.





