پاڅونوال او محلي پولیس د نشه‌یي توکیو پر ضد د مبارزې ځواکونو سره ښکېل شوي

د بدخشان د نشه‌یي توکیو پرضد د مبارزې رییس محمدقاید افندي سلام وطندار ته وویل، د کوکنارو له‌ منځه‌وړونکې ډله له دوو ورځو راهیسې د هغه ولایت ارګو ولسوالۍ په «کوچ‌خَم» او «چهار‌درې» سیمې کې د ځايي محلي پولیسو او ولسي پاڅونوالو له مقاومت سره مخ شوې‌ده.

د ښاغلي افندي په وینا د دولت وسله د امنیت له پاره نه بلکې د امنیت او دولتي کړنلارو پر ضد کارول کېږي.

د ده په وینا، کله چې و پوهېدل د مقابلې توان نه‌لري؛ هماغه ورځ یې کار بند کړ.

خو د بدخشان د نشه‌یي توکیو بر ضد مبارزې پولیسو مرستیال قوماندان نثاراحمد جهانګیر وایي هغه وسله‌وال چې د نشه‌یي توکیو پر ضد مبارزې ډله یې په نښه کړې‌وه؛ تر اوسه نه‌دي پېژندل شوي.

د ښاغلي جهانګیر په خبره، امنیتي او کشفي څانګې په‌دې اړه تحقیق کوي.

هاخوا د بدخشان امنیه قوماندان محمدصابر ارین د نشه‌یي توکیو پرضد مبارزې ډلې پر کارکوونکیو برید کې د محلي پولیسو لاس لرل ردوي او وایي چې دغه بریدونه، د کوکنارو کښت په له ‌منځه‌وړلو کې د نشه‌یي توکیو پرضد مبارزې پولیسو پر اراده هېڅ اغېز نه‌کوي.

د بدخشان د نشه‌یي توکیو پرضد مبارزې څانګې مسوولان وایي، د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې تر برید لاندې راغلي او طالبان په یادو دوو سیمو کې هېڅ فعالیت نه‌لري.

د دې ادارې مسوولانو په وینا، د کوکنارو کښت له‌ منځه‌وړلو کمپاین له پیل راهیسې په‌دې ولایت کې ۲۰۰ هکتار ځمکه له کوکنارو پاکه شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام