د واحد تحقیق په یوه تازه هغه څیړنه کې، چې د هیواد په ۵ ولایتونو کې شوې ده پهکې راغلي، چې ډیر کسان د انتقالي عدالت له اصطلاح سره نااشنا دي.
د افغانستان څیړنې او واحد تحقیق د پنجشنبې په ورځ خپله نوې څیړنه د انتقالي عدالت په هکله خپره کړه.
د افغانستان څیړنې او واحد تحقیق څیړونکی احمدصبور حمزه نورزی وایي، د دې څیړنې ګډونوال وایي د اوسني حکومت په جوړښت کې پخواني جنایت کاران ځای پرځای دي او دا د دې لامل شوی چې جګړه دوام وکړي.
نورزی وایي، چې د یوشمیر زورواکو کسانو عدالت یرغمل کړی او عدلي او قضایي پیښو ته نه لاس رسی د دې لامل شوی چې د بښلو فرهنګ په هیواد کې پیاوړی شي.
د واحد څیړنې او د افغانستان ارزونې مرستیال میراحمد جوینده هم وایي چې په حکومت کې د سیاسي هوډ نشتوالې، د حکومت په جوړښت کې د بشري حقونو سرغړونکي او د نړیوالې ټولنې بې پامي د دې لامل شوې چې انتقالي عدالت په افغانستان کې پلي نه شي.
په دې اړه مو وغوښتل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو په وار وار اړیکو نیولو سره په دې بریالي نه شوو.
د واحد څیړنې او افغانستان ارزونې دغه څیړنه په بامیان، کابل، ارزگان، ننگرهار او بغلان ولایتونو کې شوې ده.
د دغې څیړنې ګډونوال وایي چې د داود خان له وخته تراوسه چې کوم جنایتونه شوي دي ټول باید د انتقالي عدالت تر پوښښ لاندې راشي.





