
د افغان خبریالو مېرمنو ملاتړ مرکز مسوولانو د دې بنسټ د جوړېدو په لومړۍ کلیزه کې، له ۲۲۵ پر زیاتو ملي او محلي رسنیو او دغه راز د خبریالانو ملاتړ په څلورو بنسټونو څېړنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلي چې د روزګان، نیمروز، نورستان او کونړ ولایتونه هېڅ یوه ښځینه خبریاله نهلري او په خوست او غور ولایتونو کې مېرمنې په غیرحضوري توګه په رسنیو کې فعالیت کوي.
د افغان خبریالو مېرمنو ملاتړ مرکز مسووله فریده نیکزاد وايي، د هېواد په رسنیو کې د ښځینهوو خبریالانو شمېر یوزرو ۶۹۶ تنه دي او له دې شمېره ۷۶۴ هغه یې مسلکي خبریالانې دي.
د مېرمن نیکزاد په خبره، زیاتره ښځینه خبریالانې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په دندو دي. هرات له کابل راوروسته دویم هغه ولایت دی چې زیات شمېر ښځینه خبریالانې له رسنیو سره په کې کار کوي، خو په تېرو درېیو میاشتو کې د ټولنیزو ستونزو، په کاري چاپېریال د حاکمې سنتي فضا له امله ماتې سره مخ شوی او یوشمېر ښځینهوو خبریالانو خپلې دندې پرېښي دي؛ په بلخ کې بیا د ښځینه خبریالو شمېر زیات شوی دی.
د دې بنسټ د موندو پراساس، د هېواد په رسنیو کې د ښځینهوو خبریالانو موجودیت په ځانګړي ډول په ولایتونو کې کم شوی دی. د جګړې او ناامنۍ زیاتوالی د دې چارې یو مهم عامل دی.





