
د هرات روغتیايي مسوولان وايي، یوه ۵۰ کلنه ښځه چې د کورونا ویروس نښې پهکې لیدل شوې وې، د دغه ولایت د کورونا ناروغانو په ځانګړي روغتون کې مړه شوې ده.
د هرات روغتون سرطبیب عارف جلالي سلاموطندار ته ویلي، د یادې ښځې د کورونا ویروس تشخیص روان دی او تر ۲۴ ساعتونو پورې به روښانه شي. هغه زیاتوي چې مړې شوې ښځې ساهلنډي هم لرله.
دا په هېواد کې د کورونا له کبله درېیم کس دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر دې مخکې یوه ښځه په هرات او یو نارینه هم په بلخ کې مړه شوي وو.
د پنجشېر مسوولان هم په دغه ولایت کې د کورونا د دوو پېښو د ثبت خبر ورکوي.
د پنجشېر د والي ویاند محمدمنصور عنابي وايي، یاد کسان شاوخوا لس ورځې وړاندې له ایرانه دغه ولایت ته ورغلي او اوس یې په وجود کې د کورونا ویروس نښې لیدل شوې دي.
د هغه په وینا، د یادو کسانو د کورونا ویروس پر تشخیص کار روان دی او اوس په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي.
تر اوسه د ۴ ناټو ځواکونو او دوو بهرنیو ډيپلوماټانو په ګډون ۸۴ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د ۸۰ افغانانو له ډلې چې پر کورونا اخته دي، ۲۸ یې ایران او چین ته نه دي تللي او یاد ویروس په ټولنه کې له نورو کسانو ورته لېږدول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدامحمد پیکان وايي، ډېری هغه کسان چې کورونا ویروس په ټولنه کې ورته لېږدول شوی، په هرات ولایت کې دي.
پیکان زیاتوي، د هرات، فراه او نیمروز ښارونو اوسېدونکیو لګول شوي ګرځبندیز ته پام کړی دی.
نوموړي یو ځل بیا له کابل ښاریانو وغوښتل چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا سپارښتنې په پام کې ونیسي او له بیړنیو اړتیاوو پرته له کورونو را ونه وځي.





