
دغه ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې له ۱۰۰ زرو زیاتو ماشومانو لیک او لوست خوشې کړی دی.
د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي وايي، د راټولو شویو شمېرو پربنسټ نه یوازې دومره شمېر ماشومانو ښوونځي پرېښي؛ بلکې نږدې ۳۰۰ زره په شرایطو برابر ماشومان ښوونځیو ته نه دي شامل شوي.
د احمدي په خبره، غربت، سنتي ټولنه، د ښځینهوو ښوونکیو کموالی او د زدهکړو کیفیت ټیټوالی لامل شوي چې سلګونه زدهکوونکي ښوونځي خوشې کړي.
.jpg)
د پوهنې رییس دغه شمېره د اندېښنې وړ بولي او وايي، هڅه کوي له دغه شمېر ماشومانو چې له ۸ تر ۱۸ کلونو یې عمرونه دي بېرته ښوونځیو ته ورشامل کړي. ده وویل، ټاکل شوې په نوي ښوونیز کال کې شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومان ښوونځیو ته شامل کړي.
د هرات ولایت مدني فعالان وايي، ښوونځیو ته د دغو ماشومانو د بېرته شاملېدو پهپار د پوهنې ریاست د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي.





