هرات کې ۱۶ روغتیايي کارکوونکي پر کورونا اخته شوي

د هرات روغتیايي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې ۱۶ روغتیايي کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د هرات روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې ۱۶ نرسان او ډاکټران پر کورونا اخته شوي دي.

د نوموړي په وینا، پر کورونا اخته شوي کارکوونکي د دغه روغتون په بېلابېلو برخو کې کار کاوه.

هغه وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې یاد ډاکټران څنګه پر دغه ویروس اخته شوي، خو په وینا یې، ښايي پر کورونا د اخته کسانو له لارې پرې اخته شوي وي.

نوموړي زیاته کړه، یاد ډاکټران او نرسان په خپلو کورونو کې قرنطین شوي او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

په هرات کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی دی. تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۴۵ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې څلور د ناټو ځواکونه او دوه هم بهرني ډيپلوماټان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام