
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ۷۷۷ اعشاریه ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې رغاونیزې پروژې پیل او پرانيستلې.
پهدې پروژو کې د ۲۰۰بستریز روغتون جوړول، د کونړ روغتیا ریاست اداري ودانۍ پرانیستل، د یو لوی جومات جوړول، کونړ پوهنتون کې د نجونو لیلیې پرانیستل او د هلکانو لهپاره د لیليې د جوړولو پیلول شامل دي.
ولسمشر غني وویل، کونړ تېر کې د مرکزي ادارې له پامه لېرې پاتې شوی؛ خو اوس به پهدې ولایت کې بنسټيز بدلون پیل شي.
ولسمشر محمداشرف غني دې سفر کې د کونړ له مختلفو قشرونو سره جلاجلا ناستې لرلې چې رسنۍ نه وې ورغوښتل شوې.
ډاکټر نظامالدین مالیار او شعیب غروال، د کونړ هغه اوسېدونکي دي ـ چې له ولسمشر سره یې لیدلي ـ وايي، له ولسمشره یې په کونړ کې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدا غوښتنه کړې او دغه راز یې ترې غوښتي چې کونړ ته پام زیات کړي.
دوی وايي، کونړ کې د برېښنا بندونو جوړول، پوهنتون کې د نورو پوهنځیو منظورول، پوځ کې د شهیدو سرتېرو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه، د لویو او فرعي لارو رغول، د کونړ ـ جلالاباد لار پر ټرانزیتي لارې بدلول او نورو بېلابېلو برخو کې یې له ولسمشر غوښتنې وکړې؛ خو د عملي کېدو هیلې یې نهلري.
دوی زیاتوي، تېر کې هم دغه ډول ژمنې شوېدي؛ خو عملي شوې نهدي.
دا په تېرو پنځو کلونو کې کونړ ته د ولسمشر محمداشرف غني لومړی سفر و.





