
د زابل ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د دې ولایت په ولسوالیو کې ځینې روغتیايي مرکزونه شته، خو د لازمو خدماتو نهموجودیت له کبله دوی اړ دي چې خپل ناروغان مرکز کلات یا هم کندهار ته ولېږدوي.
د زابل میزاني ولسوالي اوسېدونکي اللهداد او خداینور چې کلات ته یې ناروغان راوستلي وايي، په کلیو کې روغتیايي مرکزونه نهلري او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې هم د تکړه ډاکټرانو ترڅنګ، لازم درمل نهشته؛ نو اړ دي چې خپل ناروغان د کلات روغتون یا هم کندهار ښار ته ولېږدوي.
دوی زیاتوي، د ولسوالیو په کلینک کې ښځینه ډاکټرانې نهشته او اړ دي چې خپلې ښځینه ناروغانې د مرکز یا هم کندهار روغتونونو ته ولېږدوي.
خو د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر لعلمحمد توخی وايي، د کلات ترڅنګ یې د هرې ولسوالي په مرکز کې روغتیايي مرکزونه فعال کړي او هره ورځ پهکې د سلګونو ناروغانو درملنه کېږي.
نوموړی دغه راز وايي، په زابل کې ټولټال ۵۹ روغتیايي مرکزونه لري او یوازې ۲۰ سلنه وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. د توخي په وینا، هڅه کوي چې یاد ولایت کې نور روغتيايي مرکزونه هم جوړ کړي.
.jpg)
زابل، د کابل ـ کندهار پر لویه لار پروت ناامنه ولایت دی. دغه راز په یاده لویه لار ډېرې ټرافيکي پېښې کېږي چې ټپیان یې د کلات ښار روغتون ته لېږدول کېږي چې د یاد روغتونو ډاکټرانو په وینا، د ټرافيکي پېښو ټپیانو یې هم پر کارونو او خدمتونو ژور اغېز کړی دی.





