د هلمند پر نظامي امتیازاتو ځايي چارواکو خیټه اچولې

د هلمند ولایت د مدني ټولنو ځينې غړي وايي، چې اوسمهال د دولت له خوا نظاميانو ته ورکول شوي امتیازات نظامیانو ته نه رسيږي، بلکې سیمه ییز چارواکي يې خپلو شخصي جیبونو ته اچوي.

د یاد ولایت د مدني ټولنې مسولينو د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، ځايي امنيتي چارواکي د هلمنديانو هغه نظامي امتيازات خپلو خلکو ته ورکوي، چې د دغه ولايت ۳۰۰ ځوانانو ته مرکزي حکومت ورکړي دي.

د دغه ولایت د مدني فعالانو یو تن مشر سردار محمد همدرد وايي، تر ۱۵۰ ډېرو هغه هلمندي ځوانانو ورته شکايت کړی، چې دغلته يې د افسرۍ له پاره ازموينه ورکړې او بريالي شوي دي.

د هغه په وینا، مرکزي حکومت د هلمند لوستو ځوانانو ته د افسرۍ د دوه کلنۍ زده کړې شپږو مياشتو په موده کې ورکوي.

سردار محمد وايي، چې اوسمهال شا وخوا ۳۰۰ هلمندي ځوانانو د افسرۍ له پاره ازموينه ورکړه او بريالي شوي دي.

هغه زیاتوي، چې د یاد ولایت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن سرجنګ او د ۵۰۵ زون قوماندان جنرال عصمت الله دولتزي دغه امتیازات په سمه توګه نه دي ویشلي او  د نورو ولايتونو ځوانانو ته يې ورکړي دي.

راپورونه وايي، چې اوسمهال دوی هلمنديانو ته اجازه نه ورکوي، چې نظامي اکاډمۍ ته ولاړ شي.

همدارنګه د مدني ټولنې بل غړی اغا محمد قريشي وايي، په نظامي لیکو کې هغه کسان جذبیږي، چې د سیمې له جغرافيې سره بلد نه دي او دا به د ناامنۍ سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کمپاینو پر مهال دواړو نوماندانو د تحول او تداوم ټيم مشر ډاکټر محمد اشرف غني او اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو کمپاینونو کې خلکو د ټولنیز عدالت د تامین غوړې غوړې وعدې ورکولې، خو اوس نه يواځې دا چې د خلکو ترمنځ تامین شوی، بلکې د اجرايوي قوي حقوق هم تر پښو لاندې کيږي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام