کورونا؛ کابل سر له سبا ۳ اوونيو لپاره قرنطين کېږي

کابينې کابل ښار کې په ګرځېدو د بنديز طرحه تصويب کړه. دا طرحه سر له سبا ۳ اوونيو لپاره د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره عملي کېږي.

د کابل والي محمد يعقوب حيدري نن وروسته له غرمې په يوه خبري ناسته کې د يادې طرحې جزييات شريک کړل او د کابل ښار له ټولو اوسېدونکيو يې وغوښتل چې په خپلو کورنو کې پاتې شي او له اړتيا پرته دباندې ونه وځي.

حيدري وايي، د دې طرحې له مخې به کابل ښار کې وزارتونه، د کابل ښار نورې دولتي ادارې او همداراز ولسوالۍ سر له سبا درې اوونيو لپاره رخصت دي.

د نوموړي په وينا، د عامې روغتیا وزارت او امنيتي بنسټونه به خپل کار ته دوام ورکوي او زياتوي چې په ياده موده کې به له نورو ولايتونو کابل ته او له کابل نه نورو ولايتونو سفرونه هم بند وي.

د کابل والي محمد يعقوب حيدري همداراز وويل، د دې طرحې له مخې به خلک يوازې د درملو او خوراکي توکيو اخيستو  او امنيتي خدماتو لپاره خلک له کوره دباندې وځي او بس.

نوموړی زياتوي، د يادې طرحې له مخې به هغه موټر که دولتي دي او يا هم شخصي چې له څلور کسانو ډېر لېږدوي، بند وي.

د محمد يعقوب حيدري په وينا، ټول هغه دوکانونه چې خوراکي او د اړتيا وړ لومړني توکي په کې پلورل کېږي، پرانيستي وي او له هغې پرته نور ټول دوکانونه به تړل شوي وي.

له دې سر به د روغتونونو، درملتونونو او امنيتي بنسټونو له لوري په عادي توګه خدمات وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي هم په دې خبري ناسته کې له کابل ښاريانو وغوښتل چې د دولت دې طرحې ته درناوی وکړي او له پوليسو سر همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه چې بانکونه او صرافۍ به له ځانګړيو تدابيرو سره خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د يادې طرحې له مخې به ټول پارکونه، تعليمي مرکزونه، زيارتونه، سينګارتونونه، حمامونه، د لامبو حوزونه او نور ورزشي خايونه تړل شوي وي.

همداراز د ودونو کول، د فاتحو مراسم، د دولتي او غير دولتي ادارو ډله‌ييزې راټولېدنې هم منع شوې دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز هم په دې خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل چې کورونا جدي وګڼي او له اړتيا پرته دې په راټولېدنو کې ګډون نه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د کابينې په نننۍ بېړنۍ ناسته کې له خلکو وغوښتل چې ودونه دې وځنډوي، تفرېحي ځايونو ته دې نه ځي او هغه برنامې چې خلک په کې ډېر راټولېږي له ورتګه ډډه وکړي.

ولسمشر غني له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې له دولت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په افغانستان کې پر کورونا ۹۵ کسان اخته شوي چې له دې ډلې ۳ يې ښه شوي او ۴ يې مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام