
د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ځوانه نجلۍ تېره ورځ ګرزیوان ولسوالۍ کې د خپل پلار له لوري ټوټه ټوټه شوې او وژل شوې ده.
د اعلامیې له مخې، د دغې نجلۍ پلار د خپلې لور له وژلو وروسته، د هغې لاسونه او پښې غوڅې کړي او په دېوال یې ځړولي دي.
په ورته وخت کې د ګرزیوان ولسوالۍ ځايي سرچینې وايي، دغې وژل شوې نجلۍ یوه ځوان هلک سره اړیکه درلوده چې هلک هم د طالبانو له خوا نیول شوی او د هغوی په بند کې دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې تړاو:
د پلار له لوري د زوی شکنجه؛ « هره شپه يې ګرم سيخ زما پر بدن ننه ايسته»
بغلان کې یوه پلار خپله لور له کوره د تېښتې له کبله وژلې
د پلار او ورېندارې په مخکې پر یوې قابلې د ۸تنو ډلهييز جنسي تېری
دایکندي؛ معتاد پلار خپله ۱۱کلنه لور وپلورله





