
له تېرو څو کلونو راهیسې د یوشمېر چارواکیو او زورواکیو له لوري د برښنا پېسو د نه ورکړې ترڅنګ، د برښنا غلو هم د برښنا شرکت لپاره ستونزې جوړې کړې دي.
برښنا شرکت نن د برښنا د غلو او ناوړه ګټه اخېستونکیو د څار او د هغوی د دوسیو څېړلو په موخه له لویې څارنوالي سره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د برښنا شرکت رییس امانالله غالب په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، د هېواد په کچه د برښنا ۳۰۰ غله امنیتي او عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي چې له ډلې یې ۲۰۲ کسان په پلازمېنه کې دي.

د نوموړي په وینا سږ کال د برښنا پوروړیو له لوري ۱۰۸ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي او ۳۳۱۰ کسان حاضر شوي چې خپل بلونه په قسط سره پرې کړي.
په همدې حال کې د لویې څارنوالي مرستیال نورحبیب جلال وايي، تر دې وروسته به یوه ځانګړې کمېټه د برښنا د غلو او هغو کسانو دوسیې څېړي چې برښنايي بنستونو ته زیان اړوي.
د برښنا شرکت مسوولان دغه راز د یوشمېر حکومتي چارواکیو او زورواکیو له لوري د برښنا د لګښت پیسو نه ورکړې په اړه اندېښنه ښيي او خبرداری ورکوي چې په یوه اوونۍ کې خپلې پیسې وسپاري، کهنه قانوني چلن به ورسره وشي.





