
د مشرانو جرګې غړی افضل شامل نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې په تخار کې د حزب اسلامي سیمهییز قوماندان بشیر قانت ۵ ځله پرې برید کړی دی.
نوموړی ادعا کوي چې څلور ځله د نوموړي له بریدونو ژغورل شوی، خو په پنځم ځل برید کې خپله ټپي او مېرمن یې ووژل شوه. شامل له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې د یادو بریدونو عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.
خو د بشیر قانت ورور فایق قانت د نوموړي د ادعاوو د رد ترڅنګ وايي، ورور یې د یاد برید پر مهال له هېواده بهر و.
د نوموړي په وینا، افضل شامل د امنیتي ځواکونو د پلټنې او څېړنې ډلې ته اجازه نهده ورکړې چې کور ته یې دننه شي او که نوموړي په یاده پېښه کې د بشیر قانت په اړه سندونه لرلی، د یادې ډلې د پلټنو مخه یې نه نیوله.
قانت زیاتوي، دا د افضل شامل لومړنۍ دسیسه نهده چې د بشیر قانت په اړه یې جوړوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله د نوموړي پروړاندې دسیسې جوړې کړې دي.
اړوند مطالب:
«بشیر قانت دې محاکمه شي»

ناپېژندو وسلهوالو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افضل شامل پر کور چې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې دی، برید وکړ چې له کبله یې شامل ټپي او مېرمن یې ووژل شوه.
کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د یاد برید په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.





