
د کابل د استيناف محکمې د کورني او بهرني امنيت د جرمونو پر وړاندې د رسېدنې د ديوان قضايي هيت نن (يکشنبه، د جدي ۲۹مه) محمد اسماعيل د علي احمد زوی او نبيجان د ميراجان زوی د ۱۳ کلن فیصل د تښتونې او قتل په جرم په اشد مجازاتو، يعنې په اعدام يې محکوم کړل.
تورنو کسانو ۱۳ کلن فیصل د روان کال اسد مياشت کې د کابل له اتمې حوزې وتښتاوه او د نوموړي د خوشې کولو په بدل کې يې ۱۰۰ زره امريکايي ډالره وغوښتل.
د يادې محکمې موندنې ښيي چې تورنو کسانو فیصل له تښتولو وروسته لومړی وژلی او بيا يې د ټيليفون له لارې په زنګ وهلو د نوموړي خوشې کولو لپاره د فیصل له کورنۍ نغدې پيسې وغوښتې.
لومړنۍ محکمې چې د ليندۍ په نهمه نېټه يې محاکمه شوې وه هم ياد تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو.
د کابل د استيناف محکمې قضايي هيت وايي چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده.





