
نن سهار په جلالاباد ښار کې ډاکترانو او د روغتیايي سکتور نورو روغتیاپالانو په یوې اعتراضيې غونډې کې په حکومت تور پورې کړ چې د دوی او د دوی د کورنیو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلي.
د ننګرهار روغتیاپالانو پهدې غونډې کې یو پرېکړهلیک هم خپور کړ. پهدې پرېکړهلیک کې د روغتیایي کارکوونکیو امنیتساتنې ترڅنګ ځايي ادارې کې ادلون ـ بدلون، د امنیتي کارکوونکیو د شمېر زیاتوالی، د زورواکیو او خپلسرو وسلهوالو قانون ته سپارل، د مخابراتي شبکو ناثبتشويو سیمکارتونو بندول او د نیولشویو مجرمانو ښکاره محاکمه پهکې غوښتل شويوو.
دپرېکړهلیک لوستونکي معترض ډاکټر صباالدین صبا د پرېکړهلیک په یوه برخه کې وویل، که د ثور تر ۱۰مې نېټې د دوی غوښتنې عملي نهشي؛ د ننګرهار د روغتیايي سکتور ترڅنګ به د خپل ژوند او پانګې خوندیتوب په موخه ټولې اړوندې اتحاديي کاربندیز اعلان کړي.
د دغو روغتیاپالانو په استازولۍ پوهنوال غلامسخي رحمانزي رسنیو ته وویل، چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې پر ډاکټرانو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، پنځه ټپيان، اوه تنه تښتول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې شوي او دغه راز ۳۴ نور په بېلابېلو بڼو ګواښل شويدي.
د ښاغلي رحمانزي په وینا، زیانمنو او ګواښل شویو کې ډاکټران او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د روغتیاپالانو امنیتساتنې په اړه رسنیو ته وویل، ټوله ولایتي اداره د روغتیاپالانو امنیت ته ژمنه او تر بل هر وخت به د هغوی امنیتساتنې ته پام زیات کړي.
ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو لهخوا د ساجد نور، ریحانالله او زاهدالرحمان په نومونو هغه درې تنه نیول شوي کسان هم رسنیو ته ور وښودل چې په بېلابېلو بڼو یې له روغتیایي کارکونکو پیسې غوښتې وې او هغوی یې په مرګ ګواښلي وو.
لهدې مخکې هم د ننګرهار روغتیاپالانو د ځانونو او خپلو کورنیو نه خوندیتوب په پار اعتراضیه غونډې او کاربندیزونه کړي وو؛ خو د ځېنو دولتي چارواکیو په منځګړیتوب یې ژر خپلې پرېکړې بېرته اخستي.
وبه کتل شي چې په راتلونکیو ۱۰ ورځو کې د ډاکترانو غوښتنې څومره منل کېږي.





