د غور ولایت ۸ تنه سیمه ییز چارواکي د اداري فساد په قضیه کې په بند محکوم شول

د غور ولایت ۸ تنه سیمه ییز چارواکي له خپلو صلاحیتونونو د ناوړې ګټې اخیستنې په تور نن (دوشنبه) ورځ د فیروزکوه د ښاري محکمې له خوا په علني جلسه کې په درې میاشتو تنفیذي بند محکوم شول.

دغه اتنه د غور ولایت د پخوانۍ والڼې سیما جوینده له لوري د قراردادونو په جریان کې له ۱۱۷ میلیون زیاتو افغانیو د اختلاس په تور محکمې ته ورپېژندل شوي وو.

په دې کې د غور والي پخوانی مرستیال محمد امین توخی، د دغه وولایت مستوفي محمد یوسف دانیار، د مستوفیت د عوایدو مدیر رسولي، د مستوفیت اداري مدیر نورالدین، د تدارکاتو مدیر عبدالصمد، د ښار جوړونې امر انجینیر خیرالدین، د ولایت اداري رییس غلام محمد پیمان او یو بل ټیټ پوړی دولتي مامور د فیروزکوه ښاري محکمې له خوا مجرمان وپېژندل شول او بندیان شول.

وروسته له هغې دغه ۸ تنه د غور د پخوانۍ والڼې له لوري محکمې ته ور وپېژندل شول، چې د دوی په اړه کره اسناد را ټول شول.

په راټولو شویو اسنادو کې دغو کسانو د امنیې قوماندانۍ اړوند او یو شمېر نورو تاسیساتو د تداراکاتو د پروسې له پوره کولو مخکې د زیاتو پیسو په بدل کې ساختماني شرکتونو ته په قرارداد ورکړي وو.

د غور والي غلام ناصر خاضع له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د مجرمانو مجازات او په ځانګړي ډول د لوړپوړو حکومتي چارواکو د فساد مخنیوی په ټولنه کې د فساد مخنیوي سره مرسته کوي.

د غور والي په ولایتي دولتي ادارو کې د مالي او اداري فساد موجودیت تاییدوي او وايي، چې له دغو ستونزو سره سره په ادارو کې قومي مسایل هم شته دي، چې په تېر کې وخت په ځېنو اداري بستونه او ګومارنې د قومي مصلحتونو په اساس شوي دي.

له دې مخکې د غور ولایت د ابتدايي محکمې رییس د فساد په تور د افغانستان د سترې محکمې د لېږل شوي پلاوي له خوا نیول شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام