
د نشه يي توکو پرضد د مبارزې چارواکي وايي، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ م ز کال کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان پر نشو روږدي دي.
د نشه يي توکو پرضد مبارزې نړیواله ورځ او پر ضد یې د یوموټی کیدو تر سرلیک لاندې غونډه د یکشنبې په ورځ (جولای۱۷مه) په کابل کې جوړه شوه.
غونډې ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظيمي وویل، چې د ۲۰۱۵ م ز کال کې د شمېرو له مخې د نشه يي توکو کارونکي له ۳ میلیونه کسانو اوښتي.
د میرمن عظیمي پر وینا، نړیوالې مافیايي شبکې هڅه کوي، چې دغه کسان د ځان په ګټه وکاروي.
د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزیرې وویل، چېد ۱،۴ میلیون کسانو له پاره باید روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د روږدو کسانو عمرونه هم مخ پر کمېدو دي، ځوانان او ماشومان تر جدي ګواښ لاندې دي.

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش غونډې ته په هیواد کې د نشه يې توکو تولید کچې ټیټوالي په برخه کې د حکومت هڅو په اړه وویل، چې د دولت مخالفین د نشه يې توکو ستر قاچاق وړونکي او پلویان دي.
دانش زیاته کړه، چې له ډیرو ستونزو سره سره بیاهم افغان دولت له نشه يې توکو سره په مبارزه کې له خپل ټول ځواکه کار اخلي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي بې وزلي، لوږه، ناروغي، نالوستيا، د خلکو پوهاوي کچې ټيټوالی، کډوالي، د خپلو ماشومانو نه پالنې ته د کورنیو لږ پاملرنه، نا امنۍ او د جګړو منفي اغېزې نشو ته د ځوانانو مخ کولو اصلي لاملونه بولي.





