.jpg)
مجید محمدي د بهرنیو ځواکونو پخوانی ژباړن و.
محمدي ګهیځ د لارویانو په کنځلو له خوبه پاڅېږي؛ د ورځې خیر ټولوي او د شپې له خوا شیشه نشه یي توکي ځان ته پېچکارۍ کوي او له کوڅه ډبو سپیو سره د ونو لاندې ویده کېږي.
نوموړی ۳۰ کلن دی او د هند په ازاد پوهنتون کې یې د انجینیرۍ په برخه کې ماستري کړې ده.
مجید محمدي په هندي، فارسي، انګلیسي، فرانسوي او اسپانیايي پنځو ژبو پوره خبرې کولای شي.
کله مې چې محمدي د روږدو کسانو په ډله کې د څادر لاندې ولیده له نورو روږدو کسانو سره یې هېرویین څکول.
د نوموړي له څېرې او خبرو کولو معلومېدل، چې عادي نشه یې نه ده او د نشه يي توکو کارولو دې حالت ته رارسولی دی.
له زیات ټینګار وروسته محمدي ومنله چې له ماسره خبرې وکړي، ومې پوښتل، چې څه شی د دې لامل شول، چې نشه یي توکو ته مخه کړې؟
ده وویل، چې درې کال کېږي، له هرات ولایته کابل ته راغلی او دلته نشه یې توکو ته مخه کړې ده او په بیدیا اوسیږي.
دی وايي، چې کورنۍ او خپل وطن یې د مالي ستونزې، قتل، اخلاقي رسوايې له کبله نه دی پریښی.
.jpg)
محمدي وايي، چې د شوق، لېوالتیا او میینتوب له مخې یې نشه یي توکي نه کاروي، کله چې د کورنۍ ټول غړي د شنډنډ وسله والو ووژل، دی روږدی شو.
دی وايي، چې یوازې یې یوه کوچنۍ خور پاتې شوه او د کورنۍ نور ټول غړي یې طالبانو ترې سرونه غوڅ کړل.
د محمدي خور د خپلې کورنۍ د غړیو سرغوڅول مخامخ ننداره کول، بېوزله له دې پېښې وروسته لېونۍ شوه او یو کال د کابل په ایمرجینسي کې بستر وه.
له دې دردناکې پېښې وروسته محمد خپل کنټرول له لاسه ورکړ، له ژونده یې کرکه وشوه او نشه يي توکو ته یې مخه کړه.
دی وايي، د کورنۍ درد یې نه شو زغملای د خپل درد د درمل له پاره یې نشه یي توکو ته مخه کړه.
محمد یوازې طالبانو نه دی دردولی له هغو وطنوالو هم درد لري، چې هر ورځ ورته سپکې سپورې وايي او د سپیو په څېر د پلو او پل ګوټو لاندې شپې او ورځې تېروي.
دی غواړي، چې نشه یي توکي پرېږدي او ژوند له سره پیل کړي.
مجید محمدي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې غواړي له خپلې یوازېنۍ خور او هغه ښار ته ورشي، د ټول عمر خاطرې يې شته، خو کله چې د خلکو چلن ویني، د هیلو ډېوه یې بېرته مړه شي او بېرته دغه تور ژوند ته مخه کوي.





