د هرات سیمه ییز چارواکي زیاتره وخت په تشریفاتي غونډو کې تېروي

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي او کارپوهان وایي، د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو مسوولین د دې پر ځای چې د خلکو کارونو ته ورسیږي، خپل زیاتره وخت په تشریفاتي او سمبولیکو غونډو کې تېروي.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي، چې هره ورځ په دغه ولایت کې د سیمه ییزو او شخصي ادارو له خوا تشریفاتي غونډې جوړیږي او په دې وروستیو کلنو کې د سمبولیکو غونډو جوړل یو فرهنګ ګرځېدلی دی.

د اقتصادي او سیاسي چارو ځینې شنونکي د سمبولیکو غونډو جوړول بیا د دولتي او خصوصي ادارو د مسوولینو "ساعت تېری" بولي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد رفیق شهیر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، هغه مسوولین چې خپل اداري کارونه پرېږدي، یوازې د ځان ښودنې له پاره په دغه ډول غونډو کې ګدون کوي.

دی وايي، دا کار د دې لامل کېږي، چې په ادارو کې کارونه له خنډ او ځند سره مخ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یعقوب مشعوف وايي، چې د تشریفاتي غونډو جوړول هېواد او وطنوالو ته کومه ګټه نه لري، ښه به دا وي، چې چارواکي خپل مسوولیتونه ښه وپېژني.

دغه راز، د هرات د ولایتي شورا غړې سمیه رامش هم په تشریفاتي غونډو کې د دولتي ادارو د مسوولینو ګډون پر مخنیوي ټینګار کوي او وایي، چې په ورځ کې لسګونه هرات ښاریان د دولتي ادارو تړلو دروازو تر شاه په تمه دریږي، خو د دغه ولایت د ادارو مسوولین خپل وخت په تشریفاتي غونډو کې تېروي.

د هرات پوهنتون د ټولنپېژندنې استاد علي احمد کاوه وایي، چې د غونډو جوړول د دولتي او شخصي ادارو د لاسته راوړ نو ښودل دي، خو اوس دغه  کار ادارو  ته پر یو عمده هدف بدل شوی.

خو د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد بیا وایي، چې په غونډو کې ګډون کول او د خلکو نظرونو او ستونزو اورېدول د سمه ییزو ادارو د مسوولینو له دندو دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام