د بامیان دوې ولسوالۍ کلینیکونه درمل نه‌لري

د بامیانو د ورس او پنجاب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دوو میاشتو راهیسې د دې ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې د سینه‌وبغل، رېزش، هډوکو درد، ملا درد او اسهال له‌پاره هېڅ ډول درمل نه‌شته.

د بامیانو د ورس ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه او د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی معلم احد سلام‌وطندار ته وايي، د ورس او پنجاب ولسوالیو اوسېدونکي هره ورځ د خپلو ناروغانو درملنې له‌پاره د دې ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي؛ خو له درملنې او درمل پرته خپلو کورونو ته ستنېږي او یا هم د درملنې له‌پاره کابل ته راځي.

دوی د بامیانو د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې په لېرو پرتو سیمو کې دې ستونزې ته جدي پام وکړي.

ورته مطالب:

د ولسي جرګې یوې وکیلې په غور کې د یو روغتیايي مرکز دروازه تړلې

د زابل په ولسواليو کې لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته

د بامیانو مدني فعالان له‌دې موضوع اندېښنه څرګندوي او وايي، د ژمي موسم کې په موسمي ناروغیو د اخته کېدو امکان زیات دي او د درملو نه‌شتوالی به د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

د بامیانو له مدني فعالانو څخه امین دانشیار وايي، وروسته له هغې ـ چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مسوولیت له Move موسسې څخه د اقاخان AKHS  ته وسپارل شو ـ  د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ستونزو سره مخ شو.

د بامیانو د عامې روغتیا ریاست سرپرست محمد حسین اخلاقي هم سلام وطندار ته د ولسوالیو یو شمېر مرکزونو کې د درملو د نه‌شتوالی موضوع تاییدوي او وايي، دغه ستونزه یې څه موده مخکې له AKHS موسسې سره شریکه کړې او دې ستونزې ته یې ژر تر ژره د لاس‌رسي غوښتنه کړې ده.

وموغوښتل بامیانو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د AKHS موسسې نظر هم ولرو؛ خو پر ډېرو هڅو سربېره بیا هم بریالي نه‌شو.

هاخوا د بامیانو مدني فعالان وايي، د ورس ولسوالۍ ۵ متخصص ډاکټرانو او د روغتون نږدې ۶۰ روغتیايي کارکوونکیو د خپلو حقونو کمېدو په اعتراض کې استعفا کړې‌ده.

ورس او پنجاب د بامیانو لېرې پرتې او ګڼ‌نفوسه ولسوالۍ دي چې د واورو ورېدو او راشيو د راتلو په دلیل یې مواصلاتي لارې بامیانو سره تړل کېږي او د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکي سخت ژوند تېروي.

درې ورځې مخکې له غوره داسې راپور ورکړل شوی‌ وی چې د دې ولایت د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکیو ویلي وو چې د درملو نه‌شتوالی او د دې ولسوالۍ د روغتیايي مسوولانو نه پام په دلیل، له ۳ اوونیو راهیسې ۳ ماشومانو او ۲ اومیندوارو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام