په کابل کې د ناقانونه ودانیو د ویجاړولو بهیر پیل شو

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، ټولې هغه ودانۍ به ویجاړې کړي، چې په ناقانونه ډول جوړې شوي دي.

د دې کار عملي چارې د کابل اتمې ناحیې له شاه شهید سیمې پيل شوې، چې ټاکل شوې په دې سیمه کې۱۹ ناقانونه نوې جوړې شوې ودانۍ ورانې کړي.

ښاروالۍ په شاه شهید سیمې کې د ناقانونه جوړو شویو ودانیو د ورانولو چارې نن (چهار شنبه) پيل کړې.

د اتمې ناحیې رییس انجنیر صالح د ښاروالۍ پلاوي سره د ودانیو ورانولو په موخه سیمې ته را وتلی و رسنیوته وویل، د شاه شهید په سیمه کې د ۱۹ ودانیو د ورانولو پلارن لري، چې په ناقانونه توګه جوړې شوي دي.

په ورته وخت کې د دغو ودانیو څښتنان بیا ادعا کوي، چې ښاروالۍ له کومې خبرتیا پرته د دوی ودانۍ ورانوي.

د دغو ودانیو د مالیکانو په وینا له دې وړاندې ورته هېڅ ډول مکتوبي احوال هم نه دی ورکړل شوی.

د ناقانونه جوړو شويو ودانیو یو څښتن محمد شمس وايي، د ښاروالۍ په هغه سند کې، چې له مخې یې ودانۍ ورانوي راغلي، د ده ودانۍ په ستر پلورنځي بدلیږي، خو په داسې حال کې چې د ده ودانۍ د موټر تم ځای دی.

شمس ادعا کوي، چې تراوسه یې له ښاروالۍ هېڅ اخطاریه په مکتوبي ډول نه ده ترلاسه کړې. دی همدا ډول په دې چاره کې حکومتي چارواکي په فساد او بډې اخیستنې تورنوي.

لطيفه بله هغه مېرمنه ده، چې ودانۍ یې د ورانولو په لېست کې شامله ده.

نوموړې رسنیو ته خپل سندونه ور وښودل، چې په دې سند د څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو امر وکړی شوی، چې تر اوسه یې دوه پوړه ودانۍ جوړه کړې ده.

د دغې مېرمنې پرخبره، ښاروال په دې بهانه چې دغه ودانۍ په ستر پلورنځي بدله شي اوس یې د ورانولو هوډ کړی دی.

لطیفه وايي، ترهغې یې چې زما مړي په سړک غورځولی نه وي، زما کور نړولی نه شي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د شاه شهید سیمې اوسېدونکو ته د جوړو کړو ناقانونه کورونو د ورانولو خبرداری  لا دمخه ورکړی دی؛ خو دې سیمې اوسېدونکو بیا د ښاروالۍ دغه مکتوبونه له پامه غورځولي دي.

د ښاروالۍ مسوولین خبرداری ورکوي، چې د ناقانونه جوړو شویو ودانیو د نړولو دغه لړۍ به د پلازمینې نورو ناحیو ته هم وغځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ چارواکو څو ورځې مخکې په یوې خبري غونډه کې ویلي و، د کابل ښار ټولې ناقانونه جوړې شوې ودانۍ به وېجاړې کړي او مالکان به یې عدلیې او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام