سرپل کې پر یوې وړې نجلۍ جنسي تېری شوی

د سرپل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د ګلبدین په نوم یو ۳۶ کلن سړی کله چې خبريږي یوه ۹ کلنه نجلۍ یوازې ده، کور ته يې ورننوځي او پرې جنسي تېری کوي.

د چارواکو پر خبره دغه پېښه د یاد ولایت په امام‌خورد سیمه کې رامنځ شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني سلام وطندار ته وویل، پر دغې وړې نجلې په داسې حال کې جنسی تېری شوی، چې مور او پلار يې ډاکټر ته د درملنې له پاره ورغلي و او نجلۍ یوازې کور کې پاتې وه.

اماني زیاتوي، چې تورن له سیمې د تښتېدو هڅه کوله، خو د امنیتي چارواکو له خوا نیول شوی دی.

د نجلۍ کورنۍ ویلي، چې د دوی پر لور جنسي تېری کوونکی د خپل عمل په سزا ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام