له پاکستانه په راستنېدونکیو ګډوالو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو راتګ کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

پاکستاني حکومت وروسته له هغې، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي چلن پیل کړ او ځېنې یې له یاد هېواده راوتلو ته اړ کړل، چې تورخم بندر کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو له لوري د یوې دروازې جوړولو پر سر څلور ځله جګړې وشوې.

دغه جګړې تېرې روژې میاشت کې شوې وې، چې دواړو لوریو ته په کې مرګ، ژوبله واوښته.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس  غلام حیدر فقیرزی وايي، په تېره یوه میاشت کې پر تورخم بندر هېواد ته شاوخوا  ۳ زره کورنۍ راستنې شوي، چې پر ننګرهار سربېره د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم په کې شامل دي.

د ده په خبره، په یوه میاشت کې ۲۷ سوه کورنۍ راستنې شوي، خو هغوی چې اسناد لري؛ شمېر یې ۳۵۹ کورنیو ته رسېږي.

نوموړی زیاته کړه، په تېره میاشت کې شاوخوا ۹ سوه کسان د پاکستانیو پولیسو له لوري د کډوالۍ د اسنادو د نه لرلو له امله تر نیول کېدو وروسته تورخم کې افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس همداراز زیاته کړه، هغه راستنېدونکي چې د کډوالۍ اسناد ولري؛ د کورنۍ له هر غړي سره یې تر ۴ سوه امریکايي ډالرو پورې مرسته کېږي، خو هغوی چې اسناد نه لري، د ملګرو ملتونو یوه اداره ورته د ۳ سوه امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکوي.

بل پلو ځېنې راستانه شوي بیا وايي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر بد چلن کېږي، چې له امله یې ډېر اړ کېږي، چې هېواد ته راستانه شي.

سلطان محمد د پردي او خپل وطن د پرتلنې په اړه وايي، چې هلته بې عزته ژوند دی، که خپل وطن کې پاچا یې؛ هلته به فقیر یې. خپل وطن کې که فقیر هم یې؛ نو خپل وطن دی.

سردا محمد له پاکستان راستون شوی دی، دی وايي، پاکستاني پولیسو به چې هر کډوال ونیولو؛ له تورخمه به یې راړلو. د ده پر وینا، پاکستاني پولیسو دې ته نه کتل چې د چا اولاد یا زنانه له هاخوا پاتې شوې.

د ده په خبره، ځېنو به یې زندانونو ته اچول له هغه وروسته به یې ترې یو اندازه پيسې هم اخیستلې.

د سردار محمد په باور، حکومت دې هېواد ته له راستنېدونکیو سره د سرپنا د برابرولو تر څنګ نورې اړینې مرستې هم وکړي.

خو یو شمېر هغه راستنېدونکي، چې د کډوالۍ اسناد نه لري؛ د مرستو له روان بهیره ناخوښ ښکاري، وايي، له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هېواد ته راستنه شوې یوه کونډه مېرمن چې د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، چې هېچا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، په خبره یې ځای یې شته خو د ابادولو وس یې نه لري.

د دې مېرمن په څېر ځېنې نور بې اسناده راستانه شوي کډوال هم پر افغان حکومت او مرستندویه ادارو نیوکه کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس غلام حیدر فقیرزاده یاده ستونزه مني؛ خو وايي، د هواري په اړه یې هڅې روانې کړې دي.

د ده په خبره، د پخوا په پرتله مرستې کمې شوي، خود ملګرو ملتونو له استازو سره یې خبرې کړې دي، چې مرستې ورسره زیاتې کړي؛ خو هغوی وايي، چې له ۱۶ سلنه برخې زیاته مرسته نه شي کولی. د فقیرزاده په خبره، په ورته وخت کې یې ډاډ ورکړی، چې د مرستو د زیاتوالي په اړه به له خپل مرکزي دفتر سره اړیکه ونیسي او په دې اړه به ډېر ژر تازه معلومات له دوی سره شریک کړي.

دا مهال پاکستان کې څه دپاسه دوه میلونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا یو نیم میلون یې ثبت او هغه هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري.

یاده دې وي، چې پېښور کې افغان کونسلګرۍ د خپل وطن، ګل وطن په نوم د کډوالو د بېرته راستنېدو په پار یو کمپاین هم پیل کړی، چې له امله یې ډېرو افغانانو پاکستان پریښی او خپل هېواد ته راستنېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام