هرات کې د امکاناتو پر نه موجودیت پر کورونا د اخته ناروغانو نیوکې

تېر مازدیګر پر کورونا ویروس د اخته یوه کس په ګډون، ۳۸ شکمن کسان په هرات کې د کورونا د درملنې او تجرید له مرکزه وتښتېدل، خو له یوې شپې وروسته یې ۷ هغه بېرته دغه مرکز ته راغلل.

بېرته راغلي ناروغان له دغه مرکزه تېښته ردوي او وايي، ناروغان د روغتیايي مسوولانو د نه پاملرنې، د روغتیایي امکاناتو، په ځانګړې توګه د ماسک او دست‌کشو نه موجودیت او د ازمایښتي پایلو په نه راتلو کې یې د ځنډ له امله دا مرکز پرېښی دی.

فرېبا چې پر کورونا ویروس یوه شکمنه اخته ناروغه ده، پرون د کورونا د درملنې او تجرید له مرکزه وتلې وه او اوس بېرته راغلې ده.

هغه د روغتیايي امکاناتو او ان په دغه روغتون کې د درملو پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، یو پاکټ ګولۍ په ۱۲۰۰ افغانۍ پېري.

په هرات کې پر کورونا ویروس یو بل شکمن کس جان‌اقا چې له ۶ ورځو راهیسې په حوزوي روغتون کې د کورونا د درملنې او تجرید مرکز کې دی، په روغتون کې د روغتیايي امکاناتو پر نه موجودیت او په هرات کې د کورونا ناروغانو پر وړاندې د حکومت پر نه پام نیوکه کوي.

هڅه مو وکړه چې د عامې روغتیا ریاست نظر هم واخلو، خو د دې ادارې مسوولان په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

خو د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي، د عامې روغتیا اداره د وزارت له مرستیالې سره په ګډه هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیاله ماموسۍ زېور وايي، په هرات کې د کورونا د ازمایښت لپاره د لابراتوار جوړولو هڅې روانې دي او په پام کې ده چې د ډبلیو‌اېچ‌او موسسې یو ټیم هرات ته راشي او په دغه ولایت کې د لابراتوار د جوړولو شرایطو له ارزولو وروسته په راتلونکې یوه یا دوو اوونیو کې یو لابراتوار جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام