
د نورستان ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، چې په دې ولایت کې په نوې بڼه مذهبي ستونزې په زیاتېدو دي.
د دې ولایت یو شمېر دیني عالمان او خلک وايي، چې په نورستان ولایت کې د اهل حدیث په نوم نوې ډلې فعالیت پېل کړی، چې د دې ډلې فعالیت ولسي خلک اندېښمن کړي دي.
د نورستان ولایت یو قومي مشر غلام سخي وايي، چې دغه ډول مذهبي اختلافات خطرناکې پایلې لرلای شي.
دی وايي، چې د نورستان په ځېنو سیمو کې د همدغو مذهبي اختلافاتو له کبله وسله والې نښتې شوي دي او زیاتوي، چې تېرکال د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د اهل حدیث او حنفي مذهبو ډلو د یو بل دیني مدرسې وسوځولې، چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب بیا دغه موضوع حل شوه.
غلام سخي زیاتوي، چې سیمه ییز حکومت په ځانګړي ډول د عالمانو شورا او د حج او اوقافو ریاست باید دې موضوع ته پام وکړي، که ستونزې زیاتې شي بیا یې قابو کول ستونزمن دي.
ده همدا ډول وویل، چې دغه ډول مسایل په امنیتي حالت اغیزه لري.
په دې اړه د نورستان ولایت د بزرګ خېلو جامع جومات خطیب مولوي عبدالقادر وايي، چې دغه مذهبي ډله په ځېنو سیمو کې له جوماتونو په استفادې سره د عامو خلکو په منځ کې د حنفي مذهب عالمانو پر خلاف تبلیغ کوي.
مولوي عبدالقادر وویل، چې دغه ډول فعالیتونه په ټولنه کې د نفاق لامل کېږي.
د دغو مذهبي ستونزو او تبلیغ په اړه د نورستان ولایت د ارشاد، حج او اوقاقو رییس منورخان سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په دې ولایت کې د اهل حدیث پیروان شته، په وینا یې ستونزه دومره جدي نه ده، چې په ټولنه کې د شر لامل شي.
دی وايي، چې هېچا ته به د دې اجازه ور نه کړي، چې په مذهبي مسایلو کې جوماتونه وکاروي.
د اهل حدیث ډلې یو تن غړی مولوي احمد بیک محسن په دې اړه وايي، چې دوی د فساد د مخنیوي له پاره کار کوي، نه د فساد د پيداکولو له پاره.
نوموړي وویل، چې دوی د قران او حدیثو په رڼا کې عمل کوي او دغه لار د فتنو د له منځوړلو لار ده.
مولوي احمد بیک محسن وايي، چې د اهل حدیث په اړه کوم نظر، چې حنفي عالمان لري هغه د دوی شخصي نظر دی.
د نورستان مرکز پارون په شمول د واما او وایګل ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د اهل حدیث پیروي کوي، خو د لوېدیځ نورستان د درېیو ولسوالیو منډول، دواب او نورګرام او ترڅنګ یې د ختیځ نورستان برګمټال زیات شمېر اوسېدونکي بیا حنفي مذهب پیروان دي.





