.jpg)
د بدخشان د ولایتي شورا ځېنې غړي د را روان ژمي په اړه اندېښنه لري او وايي، که دولت او مرستندویه بنسټونه د وچکالي ګواښونو رفعکولو لهپاره پروګرامونه طرحه نهکړي؛ د دې ولایت لېرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي به د لوږې ګواښ سره مخ شي.
د بدخشان ولایتي شورا غړی طلبالدین قادري وايي، د وچکالۍ ترڅنګ، همدا اوس د زیاترو سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي مخکې لهدې چې د خپلو کروندو حاصلات راټول کړي؛ تر واورو لاندې شويدي.
د ښاغلي قادري په وینا، که مرستندویه بنسټونه له همدا اوسه جدي تدابیر غوره نهکړي، راتلونکی ژمی به د ولسوالیو اوسېدونکیو لهپاره له ستونزو ډک ژمی وي.
د بدخشان کروندګر هم وايي، د حاصلاتو راټولولو لهپاره د هغوی ټولې هڅې په اوبو لاهو شوېدي او ان نهدي توانېدلي په کروندو باندې کړي لګښتونه بېرته ترلاسه کړي.
.jpg)
د بدخشان د کرنې ادارې رییس محمدعالم عالمي د خلکو د ژوند پر وضعیت د وچکالۍ ناوړه اغېزې تاییدوي او وايي، هر کال د دې ولایت د اړتیا وړ غنمو لویه برخه له بدخشانه بهر تامینېږي؛ خو د سږ کال وچکالۍ د اړتیاوو کچه ۸۰ سلنه لوړه کړېده.
خو د ښاغلي عالمي په وینا، د کرنې وزارت په ټوله کې بدخشان ولایت ته ۴۳۶۰ ټنه غنم په پام کې نیولي چې ولسوالیو کې یې ووېشل. د ده په خبره، په پام کې لري ولسوالیو کې نور غنم هم ووېشي.
وچکالۍ، له وخت مخکې واورې ورېدو او د بدخشان د یو شمېر ولسوالیو د لارو بندېدو، د بدخشان لېرو پرتو سیمو اوسېدونکیو لهپاره ژوند ستونزمن کړی او داسې انګېرل کېږي چې که دغه وضعیت ته پام ونهشي، انساني ناورین به رامنځته شي.





