بلخ کې د ۱،۷ میلیونو ډالرو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس عبدالباسط عیني وايي، د المان هېواد په مالي مرسته یې د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالي په دشت‌شور سیمه کې د ۱،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲ کیلومټره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د دغه سړک چې ۷ متره بر او ۴۶ پلچکونه پرې جوړ شوي، د قیر اچونې چارې یې په یوه کال کې بشپړې شوې دي.

په دشت‌شور سیمه کې له دغه سړک نه ۲۰ زره کورنۍ ګټه اخلي چې خلک تر دې مخکې، په ځانګړې توګه په ژمي موسم کې د لېږد رالېږد په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس د نهرشاهي ولسوالي د شهرک‌صفا اړوند د ۲،۹ کیلومټرو په اوږدوالي د یوه بل سړک د جوړولو خبر هم ورکوي.

د عیني په وینا، د یاد سړک جوړېدو ته یې ۴۶ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام