
د افغانستان روڼتیا څار ادارې د دوشنبې پر ورځ کابل کې د خبري غونډې پر مهال د فساد ضد مبارزې په اړه د خپل یو کلن څېړنیز راپور پایلې اعلان کړې.
د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي خبري غوندې ته وویل، چې د فساد ضد مبارزې بنسټونه چې د ملي یووالي حکومت جوړ کړي؛ د حامد کرزي د واکمنۍ بنسټونو سره ورته والی لري.
افضلي زیاته کړه، په افغانستان کې د فساد له منځه وړلو له پاره چې کوم بنسټونه جوړ شوي، د جاکارتا او ملګرو ملتونو کنواسیون سره د ژمنو پر خلاف دي.
د افضلي پروینا، د فساد له منځه وړلو له پاره د ملګرو ملتو کنوانسیون غوښتنه دا ده، چې د فساد مخنیوي بنسټونه باید په درېيوو برخو کې کار وکړي، لکه د فساد مخنیوی، سزا ورکول او عامه پوهاوی.

خبري غونډې ته د دغه راپور یوه څېړونکي ناصرتیموري وویل، چې د ملي یووالي حکومت له ژمنو یوه دا هم وه، چې د فساد مخنیوي په اړه پخواني بنسټونه له منځه وړي او پر ځای یې غیر سیاسي نوي او خپلواک بسټونه جوړوي، چې یو له دغو بسټونو د فساد پر ضد مبارزې د څار عالي ادارې له منځه وړل او په تفتیش اداره کې سمون راوستل وو، چې تر اسه په دې اړه هېڅ کار نه دی شوی او په عدلي او قضایي څانګو کې چې حکومت کوم سمون راوستی؛ سمبولیکه بڼه لري.
تیموري زیاتوي، چې د ملي یووالي حکومت د فساد مخنیوي له پاره نه کومه استراتیژي او نه هم کوم قانون لري.
تیموري همدارنګه زیاته کړه، چې د روڼتیا څار، نړیوال څار او د سیګار د راپورونو له مخې، د فساد پر ضد مبارزې څار عالي اداره یوه بې کاره اداره پېژندل شوې او د حکومت په لومړیو کې له دې ادارې ټول واک اخیستل شوی و؛ خو لا هم دا اداره کار کوي.
په دې هکله مو د ولسمشر د ویاندویانو د نظر اخیستلو کوښښ وکړو؛ خو له بیا – بیا اړیکو سره ـ سره بریالي نه شو.





