
د کندوز پوهنتون د زده کړیالانو د تدریسي خونو د ستونزو د حل له پاره د دې ولایت په الچین دښته کې پنځه نوې ودانۍ جوړې شوي، خو د محصلانو مشکل په خپل ځای پاتې دی او له دې ودانیو ګټه نه اخېستل کېږي.
د کندوز ولایت د نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، چې دوه کاله مخکې یې د دې ولایت د الچین په دښته کې د پوهنتون له پاره پنځه نوې ودانۍ د یو میلیون او څلور سوه زرو ډالرو په لګښت جوړې کړي، خو لا هم ګټه ترې نه اخېستل کېږي.
دغه ودانۍ د کندوز له ښاره ۱۰ کېلومتره لرې د الچین په دښته کې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له بودیجې او د کندوز پوهنتون د پراختیايي بودیجې په لګښت جوړې شوي دي.
د کندوز په پوهنتون کې د محصلانو د ځاي د کموالي له امله په الچین دښته کې د پوهنتون له پاره پنځه ودانۍ په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړې شوي، چې د زده کړیالانو له پاره لیلیه، اداري خونې او د زده کړې ودانۍ په کې برابرې شوي دي.
د کندوز ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، چې له دغو تازه جوړو شویو ودانیو تر اوسه ګټه نه ده، اخېستل شوې.

د دې ریاست رییس عبدالبصیر مرشد وویل، چې دغه ودانۍ له ښاره لرې د الچین په دښته کې جوړې شوي دي او د کار له پیله په دې موقعیت کې د پوهنتون د ودانیو له جوړولو سره مخالف و.
دی وايي، چې اوسمهال د لرېتوب له امله زده کړیالان هلته د ورتګ له پاره زړه نه ورښه کوي، خو هېڅ مسوول چارواکي یې د کار په پیل کې د ده خبرې ته پام ونه کړ.
مرشد وايي، که له جوړو شویو ودانیو استفاده ونه شي، ښايي تخریب شي.
عبدالبصیر مرشد وايي، د الچین دښتې د پوهنتون د نویو جوړو شویو ودانیو ځېنې دروازې هم غلا شوي دي.
په ورته وخت کې د کندوز ښار پوهنتون ځېنې زده کړیالان په پوهنتون کې د درسي خونو له کموالي شکایت کوي او وايي، چې د درسي خونو د کموالي له امله د هنتون د ډوډۍ خوړولو په ودانۍ کې درسونه وايي.
ذبیح الله د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي زده کړیال دی او وايي، چې د لومړي او دویم ټولګي ځینې زده کړیالان په طعام خونه کې درسونه لولي.

احمد سمیر بهرام د اقتصاد پوهنځي یو بل زده کړیال دی او وايي، چې د ودانیو د کمښت له ستونزې سره مخ دي او په یو تالار کې د دوو ډیپارټمنټونو محصلان یو ځای درس وايي.
له بل لوري د کندزو پوهنتون رییس عبدالقدوس ظریفي وايي، چې دغه ودانۍ اوس جوړې شوي دي او زیاتوي، چې د اوبو، برېښنا، امنیت او تراسپورټي خدمتونو د نشتوالي له امله نه شي کولی، چې ګټه ترې واخلي.
ظریفي وايي، که په کندوز ولایت کې امنیت ټینګ شي، ځینې پوهنځي به نویو جوړیو شویو ودانیو ته ولېږدوي او د زده کړیالانو موجوده ستونزې به حل شي.
د کندوز پوهنتون رییس وايي، چې د الچین دښتې پوهنتون جوړې شوې ودانۍ د دوی د کار کوونکو له لوري ساتل کېږي او زیاتوي، چې د کندوز د سقوط پر وخت یې ځینې دروازې د نامعلومو کسانو له خوا غلا شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز په پوهنتون کې شاوخوا ۵ زره زده کوونکي په شپني او د ورځې له خوا په اوو پوهنځیو کې زده کړې کوي.





