
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، حکومت د رسنیو لهخوا خپاره شوي څېړنیز راپورونه نه تعقیبوي.
د دغې اتحادیې د مسوولانو په خبره، د حکومت لهخوا د یادو راپورونو له پامه غورځول او نه تعقیبول لامل کېږي چې خبریالان د څېړنیزو راپورونو جوړولو لپاره خپله روحیه له لاسه ورکړي.
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول شعیب فنا وايي، په اوسنیو شرایطو کې څېړنیز راپورونه په ډېرۍ سختۍ او ډېر لګښت سره جوړېږي، خو حکومت او مسوولې ادارې یې له پامه غورځوي.
فنا زیاتوي، د حکومت لهخوا د څېړنیزو راپورونو نه څارل د رسنیو کار ته بېاحترامي او د خبریالانو لاستهراوړنو ته د نه پام په مانا دي.
یوشمېر څېړنیز خبریالان هم وايي، په حکومت کې د څېړنیزو راپورونو د موندنو تعقیبولو او څارلو روحیه بېخي نشته.
عبدالمطلب فراجي او عصمتالله سروش چې د څېړنیزو راپورونو په برخه کې کار کوي وايي، په افغانستان کې د څېړنیزو راپورونو جوړولو کار ډېر ستونزمن دی او حکومت نه یوازې خبریالانو ته معلومات نه ورکوي، بلکې د یادو راپورونو جوړولو پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د حکومت نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له حکومت نه غوښتي وو چې د رسنیو څېړنیز راپورونه تعقیب کړي.
دغه راز د تېر کال د سلواغې په ۱۶مه نېټه له ۳۰ زیاتو رسنیو په یوه ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر نه لرلو او دغه راز د حکومت لهخوا د رسنیو د موندنو پر نه څار په نیوکې وکړې، خو حکومت تر اوسه هم په دې اړه د پام وړ اقدام نه دی کړی.





