
د عامې روغتیا وزارت وايي، که د دغه وزارت له لوري پر ورځني تګراتګ د بندیز اړوند وړاندیز عملي نه شي، ناورین به جوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، عامې روغتیا وزارت په هرات کې د څوارلس ساعتونو لپاره پر تګراتګ د بندیز لګولو وړاندیز کړی او که د مسوولو ادارو له لوري دا وړاندیز عملي نه شي، ستر ناورین به رامنځته شي او مسوولیت به یې بیا د دغه وزارت پر غاړه نه وي.
مایار دغه وړاندیز پر تخنیکي او علمي څېړنو ولاړ وباله او زیاته یې کړه، چې که د دغه وړاندیز په عملي کولو کې ځنډ وشي، ناورین به رامنځته شي.
نوموړي د هرات محلې ادارې له مسوولانو وغوښتل چې سیاسي لوبې پرېږدي او د دغه وزارت وړاندیزونه عملي کړي.
هرات چې هره ورځ ورته له ایرانه زرګونه کډوال راځي، پر کورونا ویروس تر ټولو ډېر اخته کسان لري. د عامې روغتیا وزارت فېروزالدین فېروز پرون وویل چې د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره باید هرات قرنطین شي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له دې سره ټولټال ۴۰ کسان کېږي.





